د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی چې په یوه ورځ کې د هېواد له بېلابېلو لارو ۳۱۷ کورنۍ چې ۱۵۵۶ غړي کېږي، افغانستان ته راستنې او ثبت شوې دي.
د یاد کمېسیون د ورځني کاري راپور له مخې، له تورخم څخه ۱۸۵ کورنۍ د ۹۹۰ غړو په ګډون، له سپین بولدک څخه ۲۲ کورنۍ چې ۱۳۴ غړو لري، له ورېښمو پل څخه ۱۰۰ کورنۍ د ۳۹۶ غړو په ګډون او له اسلامکلا څخه د ۳۶ غړو په ګډون ۱۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
راپور زیاتوي، په همدې موده کې ۱۶۴ کورنۍ چې ۸۸۰ غړي لري، له بېلابېلو سیمو څخه خپلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ټرانسپورټ په برخه کې ورسره مالي مرسته شوې ده.
د معلوماتو له مخې، له ۱۸۶ کورنیو سره ټولټال له ۱.۴ میلیونه افغانیو ډېره نغدي مرسته شوې، ۲۰۱ سیمکارټونه له فعالو بستو سره وېشل شوي او راستنېدونکو کډوالو ته روغتیايي، خوراکي، مخابراتي او د عامه پوهاوي خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

