ډېر لوستل شوي

رحمت‌الله نجيب د بدخشان والي ټاکل شوی

د اسلامي امارت مشرتابه تازه په ملکي او نظامي برخو کې يو شمېر نوې ګومارنې کړې دي.

د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح‌الله مجاهد وايي چې د کورنيو چارو وزارت پخوانی اداري مرستيال ملا رحمت‌الله نجيب د بدخشان والي په توګه ټاکل شوی دی.

د سرپل پخوانی والي ملا احمدالله شاه دين‌دوست، د بدخشان د امنيه قوماندان په توګه او د ټولګټو وزارت د سړکونو د حفظ او مراقبت پخوانی مرستيال ملا عبدالجبار معاون د کورنيو چارو وزارت د اداري مرستيال په توګه ټاکل شوي دي.

د ښاغلي مجاهد په وينا، د بدخشان پخوانی والي مولوي محمد اسماعیل غزنوي د ټولګټو وزارت د سړکونو د حفظ او مراقبت مرستيال په توګه، د لغمان پخوانی والي ملا بختیار معاذ د سرپل د والي او د بدخشان پخوانی امنیه قومندان مولوي عبدالبصیر مظهري د کندهار د ټولګټو ریاست د رييس په توګه ټاکل شوي دي.

دا په داسې مهال ده چې د اسلامي امارت مشرتابه د ښې حکومتولۍ د اصل د تطبيق په موخه وخت ناوخت په اداري او ملکي برخو کې په يو شمېر ملکي او اداري برخو کې نوې ګومارنې کوي.

اړوند خبرونه