د اسلامي امارت سیاسي کمېسیون د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير په مشرۍ نن(سه شنبه، غوایي ۱۱مه) په سپېدار ماڼۍ کې غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د افغانستان او سیمې پر وروستي وضعیت او په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل پر لارو چارو هراړخيز بحثونه او خبرې اترې وشوې.
دغه راز په دې غونډه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه بهر کې د افغان حکومت د استازو او کابل ته د بهرنیو استازو سفرونه و ارزول شول، د شته پرمختګونو هرکلی وشو او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې