ډېر لوستل شوي

مولوي محمدیعقوب مجاهد: افغانستان کې د چین له پانګونې او اقتصادي پروژو ملاتړ کوو

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد په خپل کاري دفتر کې د چین له سفیر جاوشینګ سره کتلي او پر دوه اړخیزو اقتصادي او سیاسي اړیکو یې بحث کړی دی.
ملي دفاع وزارت پرون( پنجشنبه، د غوایي ۱۳مه) په خپلې رسمي اېکس پاڼې ددې لیدنې خبر ورکړی دی.
د ملي دفاع وزارت وزیر د دواړو هیوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې، تجارتي او اقتصادي همکارۍ یو مثبت ګام ياد کړی. دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد ویلي چې دواړه هېوادونه د اړیکو د ټنګښت برخه کې ګډ مشترکات لري. ملي دفاع وزیر د چین له خوا افغانستان کې له اقتصادي پروژو او پانګونې ملاتړ څرګند کړی.
دغه راز جاوشینګ وویل چې چین نورو هېوادونو کې د نه لاسوهنې سیاست پر مخ وړي. دواړو لوریو دغه راز پر سرحدي ستونزو او د واخان پروژې پر پاتې چارو د اندونو تبادله کړې

اړوند خبرونه