ډېر لوستل شوي

د پاکستان له زندانونو ۱۵ افغانان خوشي شوي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبر کې ویلي چې د پاکستان له بېلابېلو زندانونو ۱۵ افغانان خوشې شوي دي. یاد وزارت وایي چې دا کسان وړمه ورځ خپلو مېنو ته ستانه شوي.
د تورخم د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور له ۲۰ ورځو تر دوو میاشتو پورې بندیان وو.
له تېرو دوو کلونو راهیسې پاکستاني پولیس افغان کډوال نیسي او بندیانوي. په دغو بندیانو کې ښځې، ماشومان او سپین ږېري هم شامل دي. بل پلو، د افغان حکومت په هڅو ګڼ افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي

اړوند خبرونه