د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ګډ لوړپوړي پلاوي سره په کتنه کې په افغانستان کې د پولیو پر ضد پرهڅو، د افغانستان او سیمې ترمنځ پر روغتیايي اړیکو او نورو موضوعاتو خبرې کړي دي.
په یاده کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي چې روغتیا، زده کړې، اقتصاد او بشري مرستو مسایل دې سیاست سره نه تړل کېږي.
نوموړي له پاکستان سره د روغتیا ډیالوګ په برخه کې ګډ کار ته چمتووالی ښودلی دی.
مولوي امیرخان متقي ویلي، چې د پولیو پر ضد مبارزه د افغان حکومت په لومړیتوب کې ده.
مولوي امیرخان متقي ټینګار کړی، چې ملګري ملتونه باید د روغتیا نړیوال سازمان کې د افغانستان استازی ومني، تر څو نړیوال د افغانستان د روغتیا په برخه کې ریښتینی انځور ترلاسه کړي.
بل پلو، د روغتیا نړیوال سازمان استازې ډاکټرې حنان بلخي ویلي، پر داسې یوې طرحې کار کوي، چې د افغانستان او پاکستان حکومتونو ترمنځ د روغتیا ډیالوګ ته زمینه برابره کړي. آغلې بلخي سپارښتنه کړې چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران دې د دې ډیالوګ مشري وکړي.
د حنان بلخي په قول د بیل ګېټس بنسټ، سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو حکومتونو د افغانستان د روغتیایي چارو لپاره ۲۴ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي