صهیونستو ځواکونو د رفح اوسېدونکو ته ګوتځنډنه کړې چې له خپلو مېنو ژر تر ژره واوځي. صهیونستان پلان لري چې پر دغه ښار پراخ ځمکني عملیات پیل کړي.
دا ګواښ په داسې حال کې ورکول کیږي چې وړمه ورځ د صهیونستانو په ړندو بمباریو کې ۲۲ بې ګناه فلسطینینان شهیدان شول. رفح کې اوسمهال تر یو میلیون زیات کسان اوسیږي چې زیاتره یې د جګړو له وېرې دغه ښار ته کډوال شوي دي.
ورته مهال پرون په مصر کې د اوربند خبرې هم بې پایلې پای ته رسېدلي دي. د صهیونستانو لومړي وزیر نتانیاهو په غزې کې له دایمي اوربند سرغړونه کړې او په وینا یې چې دا د اسراییلو د ماتې مانا لري.