د کندهار د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د روان کال د پیل راهیسې یې له دې ولایت څخه عربي اماراتو ته دوه زره کیلوګرامه شات صادر کړي دي.
د کندهار د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په وینا، تېر ۱۴۰۲ کال کې په دې ولایت کې ټولټال ۵۰ زره کیلوګرامه شات راټول شوي و.
د شاتو پلورونکي وایي چې افغاني شات په نړیوالو بازارونو کې له لوړ اهمیت برخمن دي او د ځانګړي بوی او خوند لرونکي دي.