ډېر لوستل شوي

جاپان افغان ځوانانو ته بورسیې ورکوي

په کابل کې د جاپان سفارت افغان ځوانانو ته د بورسیو اعلان کړی دی. دغه سفارت ویلي چې یادو بورسیو ته به افغان محصلین د اغاخان بنسټ په مرسته ټاکي.

دغه سفارت پرون (شنبه، غوایي ۲۲مه) په خپل اېکس د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي چې د جاپان د پوهنې، کلتور، ساینس او ټکنالوژۍ وزارت له خوا په ګډه د افغان محصلینو لپاره په ۲۰۲۵ کال کې د ماسټرۍ او دوکتورا تحصیلي بورسونه په پام کې نیول شوي دي.

اعلامیه وړاندې زیاتوي چې دې پروسې ته به محصلین د اغاخان بنسټ په مرسته ټاکي. ویل کیږي چې دغو بورسیو کې هغه افغان ځوانان ګډون کولی شي چې په انګریزي یا جاپاني ژبه پوره واک ولري.

جاپان سفارت نه دي ویلي چې څومره افغان محصلین به په دغه پروسه کې جذب کړي.

اړوند خبرونه