په کندهار کې تېره اونۍ د نشه یي توکو پر وړاندې ۹۵ عملیات شوي چې په پایله کې یې د نشه یي توکو ۱۸ کاروباریان نیول شوي دي.
د کندهار امنیه قوماندانۍ د نشه یي توکو په وړاندي دمبارزې مدیریت ویلي چې په دې عملیاتو کې یې ۷۰۰ ګرامه چرس، ۶ ګرامه ښيښه، ۳۵۷کیلو ګرامه ومان، ۴۰ليتره اوبلن کیمیاوي مواد، یو موټر او دوه موبایلونه نیولي دي.
د یادو عملیاتو په لړ کې ۵۸ جرېبه ځمکه هم په خاکریز، غورک، نېش، معروف، ارغستان، لوړ شاه ولیکوټ، بولدک، ارغنداب، ژړۍ او تخته پل ولسواليو کې له کوکنارو پاکه شوې ده. د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند ملا اسد الله جمشید ویلي چې ددې علمیاتو په ترڅ کې یې ۱۰ قضیې هم ثبت کړي او ۱۱۵ نشه یان یې د درملنې په موخه روغتون ته انتقال کړي دي.