ډېر لوستل شوي

استانبول کې د اسلامي نړۍ د علماوو مشورتي کنفرانس پای ته ورسېد

د ترکیې په استانبول ښار کې د اسلامي نړۍ د علماوو کنفرانس چې درې ورځې وړاندې پیل شوی و، پرون(سه شنبه، غوایي ۲۵مه) پای ته ورسېد.

د « اسلامي امت او بشر پر وړاندې شته ننګونې او د وتلو لارې چارې»  په نوم د اسلامي نړۍ د علماوو مشورتي کنفرانس له درې مخیز پریکړه لیک تر صادرېدلو وروسته پای ته رسېدلی دی.

د راپورونو له مخې، په دې کنفرانس کې د اسلامي امت د یووالي او د ګډو مسایلو په اړه د واحد دریځ د غوره کولو په اړه هراړخیز بحثونه وشول. د یادونې وړ ده چې په دې کنفرانس کې د افغانستان په استازیتوب د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست شیخ نور محمد ثاقب ګډون کړی و. شیخ ثاقب فلسطین کې د روانو وحشتونو غندنه کړې وه. نوموړي دغه راز په خپل وینا کې ویلي و چې افغانستان له سیمې او نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

اړوند خبرونه