د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن(چهارشنبه، غوایي ۲۶مه) په کابل کې د چین له سفیر سره کتلي دي.
په دې ناسته کې د چین سفیر ژاو شینګ ویلي چې هېواد یې له اسلامي امارت سره د همکارۍ نیت لري او د دواړو لوریو ګډې همکارۍ او اړیکې کولای شي د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.
د ژاو شینگ په وینا، چين په نړیوالو ناستو کې د اسلامي امارت له دریځ څخه ملاتړ کوي.
په دغه ناسته کې ښاغلي شینګ په چين کې د جوړیدونکې همالیا ټرانس فورم په ناسته کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته د ګډون رسمي بلنه ورکړې ده.
مولوي عبدالکبیر د چین له هراړخیزو مرستو په مننې ویلي چې اسلامي امارت هڅه کوي د سیمې په ثبات او پرمختګ کې فعاله ونډه ولوبوي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته داسې مهال د همالیا ټرانس فورم غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې چې پرون(سه شنبه، غوایي ۲۵مه) د سوداګرۍ او صنعت وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ د روسیې او اسلامي نړۍ د اقتصادي فورم په ناسته کې د ګډون په پار تاتارستان ته ولاړ.