ډېر لوستل شوي

اسلامي امارت له افغانستان سره د نړۍ همدردي وستایله

بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د افغانستان د وروستیو پېښو په تړاو د سیمې او نړۍ له خواخوږۍ مننه کړې او د ټول افغان ولس په استازولۍ یې ترې مننه کړې ده.
اعلامیه کې راغلي: قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، ‌کویټ، پاکستان، ایران، ترکیې، هند، روسیې،‌ چین، اوزبیکستان، اذربایجان،‌ جاپان، مصر، جنوبي افریقا هېوادونو، د امریکا متحده ایالتونو، د ملګرو ملتونو او اسلامي همکاریو سازمانونو او اروپایې ټولنې په افغانستان کې د ورستیو سیلابونو له امله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په تړاو له افغانانو سره خپله خواخوږي او همدردي ښودلې ده.
بهرنیو چارو وزارت دغه راز ویلي، چې اسلامي امارت له خپلو ټولو امکاناتو په ګټنې، هڅه کوي؛ تر څو د وروستیو سېلابونو قرباني کورنیو او سېلاب ځپلو ته اړینې مرستې ورسوي او لاسنیوی یې وکړي

اړوند خبرونه