راپورونه وایي چې د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي الوتکه غورځېدلې ده.
ویل کیږي چې یاده الوتکه د ختيځ اذربایجان سیمه کې لوېدلې. د سرچینو په قول، په یاده الوتکه کې د ایراني ولسمشر سربېره د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان او ځیني نور لوړ پوړي چارواکي هم سپاره وو.
ددغې الوتکې د موندنې هڅې رواني دي، خو د ایراني چارواکو په وینا، چې د هوا خرابوالي له وجې یې لا هم هڅې بې پایلې دي.
ویل کیږي چې سیمې ته تراوسه ۲۰ د ژغورنې ټیمونه استول شوي دي.
لا تراوسه د دغې پېښې د تلفاتو او مرګ ژوبلې ارقام مالوم نه دي