ډېر لوستل شوي

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ افغان پلاوی د ابراهیم رییسي په جنازه کې ګډون کوي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې ټاکل شوې د اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی سبا پنجشنبه د ابراهیم رییسي په جنازه کې برخه واخلي.
ایران ته د افغان پلاوي د تګ خبر نن(سه شنبه، غبرګولي لومړۍ)شپه مولوي ذبیح الله مجاهد په خپل اېکس ورکړی دی.
ویل کیږي چې په دې پلاوي کې به د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم وي.
د راپورونو له مخې د ابراهیم رئیسي او نورو وژل شویو چارواکو جسدونه قم ته وړل شوي چې سبا(چهارشنبه، غبرګولي دویمه) به یې د جنازې مراسم ترسره شي.

اړوند خبرونه