ملي دفاع وزارت نن شپه(چهارشنبه، غبرګولي دویمه) په خپل اېکس په پکتیا او خوست ولایتونو کې د یو شمېر وسلو او مهماتو د نیولو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت لیکلي: د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند د دویمې سرحدي لواء د کشف او استخباراتو منسوبینو له لوري د کشفي راپورونو پر بنسټ د پکتیا او خوست ولايتونو په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پر مهال ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې او مهمات نیول شوي دي.
په نیول شویو وسلو کې ۲۴ میله کلاشينکوف، ۵۱ قبضې تفنګچې، ۴ میله ارپیکا، ۵ قبضې راکټ، ۱میل ثقیل، ۲ عدد د شپې دوربینونه، ګڼ شمیر لاسي بمونه او یو شمېر نور مهمات او نظامي تجهیزات شامل دي