ډېر لوستل شوي

حیرتان بندر کې د یوه نړیوال سوداګریز مرکز پر جوړونې بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه کې د خصوصي سکټور له لوري د حیرتان بندر اړوند نایب اباد سټېشن کې پر نړیوالو معیارونو د برابر سوداګریز مرکز، جلال اباد ښار کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو او یو شمېر نورو برخو کې د پانګونې پر طرحو بحث وشو.

د پانګونې بین الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه پرون(سه شنبه، غبرګولي لومړۍ)

په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه.

په دغه غونډه کې د خصوصي سکټور له لوري د حیرتان بندر د نایب اباد سټېشن د پراختیا او هلته د لوجستیکي مرکز د جوړولو پر موضوع هر اړخیزې خبرې شوې دي.

همدارنګه په دې غونډه کې تر هراړخیز بحث وروسته د جلال اباد ښار وچ ډنډ ساحه کې د ښاروالۍ پر ځمکه د اووه پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه تایید او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته استول شوې ده.

ویل کیږي چې دغه سوداګریز مرکز به د ۵۰۶ هټیو ظرفیت ولري.

اړوند خبرونه