ډېر لوستل شوي

د هېواد ۲۱ ولایتونو کې د درنو اورښتونو اټکل شوی

‏د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د درنو اورښتونو اټکل کړی دی.
دغه وزارت ویلي، چې سبا جمعه به د سالنګونو په شمول بدخشان، کونړ، نورستان، پنجشېر، تخار، کندز، بغلان، کاپیسا، لغمان، پروان، کابل، سمنګان، بلخ، میدان وردګ، بامیان، سرپل، دایکندي، جوزجان، فاریاب، بادغېس، او غور ولایتونو کې اورښتونه وشي.
دغه راز په مرکزي او جنوبي ولایتونو کې د نسبتا چټک باد اټکل هم شوی دی

اړوند خبرونه