ډېر لوستل شوي

شیخ ابونصر فراهي بندر کې ۲۷ ټنه کم‌کیفیته ودانیز توکي مسترد شوي

د معیار او کیفیت ادارې په شیخ ابونصر فراهي بندر کې ۲۷ ټنه کم‌کیفیته ودانیز توکي بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځولي دي.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې دا ۲۷ ټنه ایزوګام له کره ارزونو وروسته غیرمعیاري تثبیت او مسترد شوي دي.
د معیار او کیفیت ادارې تر دې مخکې په یاد بندر کې ۸۱۰ کیلوګرامه کم‌کیفیته بټرۍ بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځولې وې.
دې ادارې ټینګار کړی چې په ټولو بندرنو کې د کیفیت د کنټرول او تثبیت پروسه په شفافه او منظمه توګه دوام لري، او د وارداتي توکو د کیفیت تضمین په برخه کې یې دریځ قاطع دی.

اړوند خبرونه