د لوړو زدهکړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم کونړ ته د خپل سفر په ترڅ کې د «سید جمال الدین افغان پوهنتون» د هغو زدهکړيالانو پوښتنه کړې، چې د پاکستان پوځي رژيم په وروستیو بریدونو کې ټپیان شوي دي.
ياد وزارت وايي، چې ښاغلي نديم د دې پوهنتون د علمي شورا په غونډه کې د پاکستان پوځي رژيم توغنديز بريدونه غندلي او د ټپيانو د روغتيا هيله يې څرګنده کړې ده.
د لوړو زده کړو وزیر دغه راز ويلي چې افغانان د علمي او اقتصادي پرمختګ پر لور روان دي او دا ډول بریدونه د همدې بهیر د خنډ ګرځولو هڅه ده.
شیخ نداء محمد نديم ټینګار کړی، چې د ملکي وګړو، په ځانګړې توګه د زدهکړيالانو په نښه کول نه له شرعي پلوه د منلو وړ دي او نه هم له نړیوالو اصولو سره سمون لري. نوموړي د پوهنتون له مسوولینو او استادانو غوښتي، چې خپل علمي بهیر ته دوام ورکړي او د درسي بهیر د ځنډېدو مخه ونیسي.

