ډېر لوستل شوي

هلمند کې نشه یي توکي نیول شوي

د هلمند د امنیې قومندانۍ ویاند ملا عزت الله حقاني ویلي چې د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د مرکز لښکرګاه په ګډون ګرشک، بغنی، ناومېش، ګرمسیر او باغران ولسوالیو کي  ۷ کیلو ګرامه ايف، ۵ ګرامه زيکپ ، ۳۱۸ داني ټابليټ کا ګولۍ، ۱۵۰ کیلو ګرامه سود، ۲۰۰ کیلو ګرامه اهاک ، ۱۱۰۰ کیلو ګرامه اومان، ۶۶۰ ليټره ډيزل، ۷۵۰ لېټره تېزاب، ۳ موټرونه او یوه ژرنده نیولې ده. نوموړی زیاتوي چي ددې نشه یي توکو په تور یې ۱۳ کسه نیولي دي. همدارنګه په تېره اونۍ کې ۳۵ تنه نشه یان هم راټول او د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي.

اړوند خبرونه