د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد نن(سه شنبه، غبرګولي اتمه) په خپل اېکس د امیرالمؤمنین حفظه الله په حکم د یوشمېر ګومارنو خبر ورکړی دی.
ښاغلي مجاهد لیکلي، د کورنیو چارو وزارت مخکنی اداري مرستیال مولوي نورجلال جلالي، د عامې روغتیا وزارت د سرپرست په توګه، د استخباراتو لوی ریاست مخکنی اداري مرستیال ملا رحمت الله نجیب، د کورنیو چارو وزارت د اداري مرستیال په توګه، د سمنګان مخکنی والي ملا عبدالاحد فضلي د فاریاب د والي په توګه او د فاریاب مخکنی والي ملا شعیب رسالت د سمنګان د والي په توګه ګومارل شوي دي. پر دې سربېره د هلمند ولایت د ګرشک مخکنی ولسوال حاجي محمد صادق انقلابي، د کندهار د والي د مرستیال په توګه او د کندهار د والي مخکنی مرستیال مولوي حیات الله مبارک د هلمند ولایت د ګرشک د ولسوال په توګه ټاکل شوی دی