ډېر لوستل شوي

نیمروز کې نږدې ۲ ټنه نشه یي توکي سوځول شوي

د نیمروز سیمه ییزو مسوولینو ویلي چې په دې ولایت کې یې ۲ ټنه نشه یي توکي سوځولي دي.
د نیمروز والي شیخ محمدقاسم خالد ویلي چې اسلامي امارت د نشه یي توکو په برخه کې پرېکنده مبارزه کړې ده. شیخ خالد زیاته کړې چې د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان په اساس د نیمروز د امنیتي منسوبینو په هڅو دوه ټنه نشه يي توکو راټول او له منځه وړل شوي دي.
په دغو دوه ټنه نشه یي توکو کې ۱۸۰۰ کيلوګرامه (تریاک، چرس، هيروئين، ښېښه، ټابلیټ کا او تراماډول ډوله ګولۍ) او همدارنګه ۵ زره او ۱۹۰ لېټره تېزاب شامل دي

اړوند خبرونه