ډېر لوستل شوي

پوتین: اسلامي امارت په خپله خاوره بشپړ حاکمیت لري

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه بیانیه کې ویلي چې اسلامي امارت اوسمهال د افغانستان پر ټوله خاوره واکمن دی. نوموړي وړاندې ویلي چې اسلامي امارت یو واقعیت دی او له هغوی سره د اړیکې ټینګولو لپاره هڅې کوي.
ښاغلی پوتین زیاتوي: د اسلامي امارت چارواکي اوسمهال د افغانستان جغرافیه مهاروي او باید واقعیتونه په پام کې ونیول شي.
نوموړي زیاته کړې، مسکو له اسلامي امارت سره د اړیکې ټینګولو په حال کې ده او د دې لپاره به له هرې ممکنه لارې کار واخلي. دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د مسکو له لوري له بندیز سره د مخو سازمانونو له نوملړه د اسلامي امارت د ایستلو خبر ورکړی و.
ښاغلي کابلوف همدارنګه افغان حکومت ته د پیټرزبورګ په اقتصادي ناسته کې د ګډون بلنه هم ورکړې وه

اړوند خبرونه