د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې تېره ورځ(پنجشنبه، غبرګولي لسمه) له پاکستان او ایران څخه ۳۶۹ نورې کورنۍ په جبري ډول هېواد ته راستنې شوې دي.
د کډوالو وزارت په قول، په دې کورنیو کې ۱۰۰ د تورخم، ۶۳ کورنۍ د سپین بولدک او ۲۰۶ کورنۍ د نیمروز او اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوي دي.
یادو راستنوشویو کورنیو ته د اسلامي امارت په هڅو لومړنۍ مرستې رسېدلي او لنډمهالي مېشتغالي یې په واک کې ورکول شوي دي