ډېر لوستل شوي

ننګرهار کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د ننګرهار د مقام دفتر ویلي چې د دې ولایت د مومندرې ولسوالۍ په باسول سیمه کې نن(شنبه، غبرګولي ۱۲مه) یوه جنراتوري بېړۍ د اوبو منځ کې ډوبه شوې چې شل کسان پکې مړه شوي دي.

د ولایتي مسوولینو په قول، د مړو او ټپیانو شمېر لا هم دقیق نه دی.

د لومړنیو مالوماتو له مخې په دې کښتۍ کې ۲۵ تنه سپاره وو چې ۲۰ تنو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوازې ۵ تنه یې ژغورل شوي دي.

مسوولینو ویلي چې د مرستندویانو ډلګۍ سیمې ته رسېدلي دي او د مړو شویو کسانو د جسدونو موندنه کوي.

ویل کیږي چې ددې پېښې ډېری قربانیان لا هم تري تم دي.  د ننګرهار ولایتي مسوولین زیاتوي چې ټپیان ېې مرکزي روغتون ته انتقال کړي دي.

اړوند خبرونه