د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه د تماس ډلې په غونډه کې له افغانانو سره خپله د ملاتړ ژمنه بیا تازه کړې او ویلي یې دي چې له اسلامي امارت سره به تعامل او عملي همکاریو ته دوام ورکړي.
دا غونډه د ملګرو ملتونو د ۸۱مې عمومي غونډې په څنډه کې په نیویارک کې جوړه شوې وه چې په کې د افغانستان پر وروستي بشري او پراختیايي وضعیت او د نړیوال غبرګون د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې شوې دي.
د اسلامي همکاریو سازمان عمومي منشي اسماعیل ولد شیخ احمد ویلي، له اسلامي امارت سره تعامل او عملي همکاري د افغانانو د ګټو او د بشري مرستو د دوام لپاره مهمه ده.
نوموړي زیاته کړې چې دغه سازمان په کابل کې د خپل ماموریت او دفتر له لارې د زدهکړو، روغتیا او ټولنیز یووالي په برخو کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

