د هلمند ځایي مسوولینو ویلي چې په دې ولایت کې زرګونه کیلوګرامه نشه یي توکي کشف او له منځه وړل شوي دي.
ویل کیږي چې دا نشه یي توکي د هلمند مرکز لښکرګاه په ګډون ګرشک، بغني، ناومېش، بهرامچې او باغران ولسوالیو کې کشف او له منځه وړل شوي دي.
په دغه له منځه تللیو توکو کې۵۲ کیلو ګرامه ايف، ۱۱ بېلره کيمياوي مواد، ۳۵۰ لېټره ډېزل، ۳۰۰۰ کیلوګرامه اومان، ۹۰ کېلو ګرامه اکسل کيمياوي مواد، ۲۰۰ کېلو ګرامه سود، ۲۶۰ لېټره تيزاب، ۲۰۰ ګرامه چرس، ۷۰ کیلو ګرامه مېکس کيمياوي مواد او ۲ ژرندې شاملې دي.
د یادو نشه یي توکو په تړاو ۱۸ کسان هم نیول شوي او اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.
دغه راز د یوې اونۍ په ترڅ کې په دې ولایت کې ۷۴ روږدي هم راټول او د درمنلې په موخه د معتادينو ۵۰۰ بستريز روغتون ته لېږدول شوي دي.