د اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې د نشهیي توکو د کښت په اړه د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو مبارزې دفتر (UNODC) کلنی راپور رد کړی، او د دې راپور پایلې یې له رسمي معلوماتو او ساحوي شواهدو سره په ټکر کې بللې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزې معینیت په ۲۰۲۶ کال کې ۲۶ زره هکټاره ځمکه د نشهیي توکو له کښت پاکه کړې ده.
کورنیو چارو وزارت همداراز لیکلي چې د دوی او د ملګرونو ملتونو د دې دفتر ارزونې له یو بل سره بنسټیز توپیر لري، او اوسمهال په افغانستان کې د نشهيي توکو د کښت کچه نږدې صفر ته رسېدلې ده.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې UNODC باید د خپلو معلوماتو سرچینې، د سپوږمکۍ د انځورونو نېټې، د کروندو جغرافیايي مختصات، د کښت او تولید د محاسبې تګلاره، د اټکلونو د احتمالي تېروتنې حدود په روښانه توګه وړاندې کړي.

