د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د بزګرانو د ملاتړ په موخه یې له «افغاناېډ» نړیوالې موسسې سره د ۳۲ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړې ده.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا پروژې د بریټانیا په مالي ملاتړ او د کرنې وزارت په همکارۍ سمنګان، دایکنډي، فاریاب، تخار، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې پلي کېږي.
کرنې وزارت لیکلي چې له دغو پروژو موخه د بېوزلۍ کمول، د کورنیو وضعیت ښهوالی، د کرنې تلپاتې پراختیا، د بزګرانو ملاتړ او په هېواد کې د کرنې سکتور پیاوړتیا ده.
د سرچینې په وینا چې د دغو پروژو له ډلې د اوبو لګولو په برخه کې د ۱۲ زره او ۲۲۷ واټرشېډونو جوړول، د ۶۶۵ چکډېمونو رغول، د ۹ زره او ۱۰۳ ګبیونونو جوړول او د اوبو د ۱۰۹ زېرمو جوړول په پام کې نیول شوي دي.

