ډېر لوستل شوي

کابل کې درې تنه د الوتکو له پرزو سره نیول شوي

ملي دفاع وزارت نن شپه(چهارشنبه، غبرګولي ۱۶مه) په خپل اېکس کابل کې د دریو تنو د نیونې خبر ورکړی دی.
ویل کیږي چې دا ۳ تنه د الوتکو له ۱۲۸ پرزو او ګڼو پوځي مهماتو سره نیول شوي دي. اټکل کیږي چې ددې ټولو پرزو او مهماتو ارزښت یو میلیون ډالرو ته رسیږي.
دا کسان کابل کې د ملي دفاع وزارت منسوبینو له لوري د یو لړ کشفي راپورونو پر اساس نیول شوي دي.
یاد وزارت لیکلي چې له دې کسانو سره د ۱۲۸ الوتکو بېلابېلو پرزو سربېره، ۸ تفنګچې، ۲۵ پایه مخابرې، ۴ تخته باروت او یو شمېر نور توکي نیول شوي دي.
د یادې سرچینې په خبره، دا کسان د لا زیاتو څېړنو په موخه اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي

اړوند خبرونه