ډېر لوستل شوي

ملي دفاع وزارت تر ۵۰۰ زیاتې وسلې رغولي

ملي دفاع وزارت نن(پنجشنبه، غبرګولي ۱۷مه) په خپل اېکس غزني کې د ۵۰۳ سپکو او درنو وسلو د بیارغونې خبر ورکړی دی.

دا وسلې د ۲۰۳ منصوري قول اردو درېیمې پلې لېوا د تخنیک انجینرانو له خوا راټولې او بیاځلې د ګټې اخیستنې وړ ګرځېدلي دي.

د دفاع وزارت د مالوماتو له مخې، په فعاله شویو وسلو کې ۴۳۹ میله (M16)، ۲۹ قبضې بریټا تومانچې، ۶ قبضې والټر تومانچې، ۲۶ میله کلاشینکوفونه، ۴ میله روسي او۲ میله امریکایي پیکاوې شاملې دي.

همدارنګه دغه تخنیک ټیم ۳ میله روسي دهشکې هم ترمیم کړي دي. باید وویل شي چې د ملي دفاع وزارت په هڅو، تېرو دوو کلونو کې د جنګي، هوایي او ټرانسپورټي برخو زرګونه وسایط بیارغول شوي او ګټې اخیستنې ته یې چمتو کړي دي.

اړوند خبرونه