د کندز د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو ویلي چې په دې ولایت کې د یوه سوداګر له لوري د پایپونو یوه کارخونه جوړه او پر فعالیت یې پیل کړی دی.
د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي محمد رحیم سیرت ویلي، چې دا کارخونه د کندز په صنعتي پارک کې د یو سوداګر له لوري د څه باندې ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
ښاغلي سیرت زیاته کړې، چې په دغه کارخونه کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د ویلو ده چې په دې وروستیو کې د افغان حکومت په همکارۍ او اسانچارۍ د هېواد په کچه ګڼې لویې، منځنۍ او کوچنې کارخونې جوړې شوي دي