عدلیې وزارت تمدن تلویزیون، د خاتم النبین پوهنتون او د خاتم النبین مدرسه له سیاسي ګوند سره د تماس په سبب تړلي دي.
عدلیې وزارت ویلي چې دا بنسټونه له سیاسي ګوند سره تړاو لري او همداراز یې ودانۍ پر دولتي ځمکو ابادې شوي دي.
د دغه وزارت ویندوی برکت الله رسولي تېره شپه(پنجشنبه، غبرګولي ۱۷مه) په یوه بیان کې ویلي چې په سیاسي ګوندونو پورې اړوندې رسنۍ د فعالیت حق نه لري. عدلیې وزرت لا دمخه د سیاسي ګوندونو هر ډول فعالیت تړلی او ناقانوني یې بللی دی