د لوړو زده کړو او پوهنې وزیر د یوه پلاوي په ملتیا د (د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو دویمه نړیواله غونډه) کې د ګډون په موخه د فدراتیف روسيې کازان ښار ته روان شول.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ نداء محمد ندیم او د پوهنې سرپرست وزیر مولوي حبیب الله آغا نن سهار(شنبه، غبرګولي ۱۹مه) د لوړ زده کړو او پوهنې وزيرانو په دویمه نړیواله غوڼده کې د ګډون په پار د فدارتیف روسيې کازان ښار ته تللي دي.
ټاکل شوې ده، چې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیران به همداراز په یاده غونډه کې د ګډون ترڅنګ د بېلابېلو هېوادونو د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو سره هم وګوري.
افغان وزیران به ددې غونډې په څنډه کې په افغانستان کې پر روان ښوونیز بهیر، لاسته راوړنو، ستونزو او نورو موضوعاتو بحثونه وکړي.
د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې تر دې وړاندې هم د لوړو زده کړو وزیر ګډون کړی و.