ډېر لوستل شوي

ملي دفاع وزارت بیاځلې ګڼې وسلې رغولي

ملي دفاع وزارت نن(یکشنبه، غبرګولي ۲۰مه) په خپل اېکس د ګڼو وسلو او نظامي وسایطو د بیارغونې خبر ورکړی دی.

دفاع وزارت وړاندې ویلي چې په ۲۰۷ الفاروق قول اردو حمایوي کنډک کې ۲۱۸ عرادې بېلابېل ډوله نظامي وسایط او ۳۸۰ میله بېلابېل ډوله وسلې ترمیم او بیا ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.

ویل کیږي چې دغه وسایط او وسلې  د یادې قول اردو د تخنیکي او مسلکي انجنیرانو له خوا په تېر یوه کال کې رغول شوي. په دې نظامي وسایطو کې۹۰ عرادې هاموي ټانګونه، ۴۸ عرادې زنجیردار روسي ټانګونه، ۴۰ عرادې انټرنېشنل موټر، ۳۵ عرادې ضربتي ټانګونه او ۵ عرادې کرین شامل دي.

اړوند خبرونه