ډېر لوستل شوي

افغان او ایراني چارواکو د کرنې په برخه کې د همکاریو په پراختیا خبرې کړې 

د امارتي شرکتونو عمومي رییس، مولوي احمد جان بلال د ایران د کرنې له وزیر، غلام‌رضا نوري سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د کرنې اړوند ګډو همکاریو، تجربو شریکولو او د اړیکو لا پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي.

د کتنې پرمهال د ایران د کرنې وزیر له افغانستان سره د کرنیزو وسایلو او ماشینونو، اصلاح شویو تخمونو، د چرګانو دانې او یو ورځنیو چرګوړو د وارداتو په برخه کې د همکاریو لپاره چمتوالی ښودلی دی.

بلخوا ښاغلي بلال د ګډو همکاریو عملي کولو، د کرنیز سکټور پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره پر ګډو هڅو او همغږۍ ټینګار کړی دی.

د یادولو ده چې د امارتي شرکتونو لوی ریاست، مولوي احمد جان بلال ایران ته د سفر پرمهال د دغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره هم پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.

اړوند خبرونه