ډېر لوستل شوي

د عرفې په ګډون د اختر څلور ورځې رسمي رخصتي اعلان شوې

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوه خبرتیا کې د عرفې ورځې په ګډون د لوی اختر څلور ورځې رسمي رخصتي اعلان کړې.

دغه وزارت نن(چهارشنبه، غبرګولي ۲۳مه) په خپل رسمي اېکس یاده خبرتیا خپره کړې ده.

وړاندې ویل شوي چې د عرفې په ګډون به اختر څلور ورځې رسمي رخصتي وي او د اختر څلورمه به بیاځلې رسمیات پیل شي. د یادونې وړ ده چې افغانستان کې به راتلونکې دوشنبه، د غبرګولي ۲۸مه د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.

اړوند خبرونه