ډېر لوستل شوي

هرات کې ټرافیکو پېښو تر ۲۰۰ ډېر کسان ژوبل کړي

د هرات ولایتي چارواکو ویلي چې په دې ولایت کې د اختر شپو ورځو کې ټرافیکي پېښو د ۳ تنو ژوند اخیستی او ۲۳۱ نور یې ټپیان کړي دي.

د هرات د حوزوي روغتون مسوولینو ویلي چې د اختر په لومړیو ۵ شپو ورځو کې ۲۳۴ تنه یاد روغتون ته وروړل شوي وو چې له ډلې یې ۳ تنو خپل ژوند بایللی دی.

ویل کیږي چې د ټرافیکي پېښو په دې قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، خو ډېری برخه یې ځوانان جوړوي.

د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ټرافیکو پېښو د اختر شپو ورځو کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

د یادو پېښو اصلي سبب بې احتیاطي او په موټر چلونه کې بې پروایي په ګوته کیږي.

اړوند خبرونه