ډېر لوستل شوي

کورنیو چارو وزارت: د ملګرو ملتونو له خوا افغانستان کې د ناامنۍ اوازې بې ځایه دي

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي وروستی راپور رد کړی او یاد راپور یې بې ځایه اوازې بللي دي.

ښاغلي قانع پرون شپه(جمعه، غبرګولي لومړۍ) په خپل اېکس د ملګرو ملتونو د ناامنۍ یاد راپور ته په خپل اېکس غبرګون ښودلی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وړاندې لیکلي چې ملګرو ملتونو د امنیتي ځواکونو هغه پېښې هم د ناامنیو په پېښو کې ګڼلي چې د انسان تښتوونکو او د نشه یي توکو د قاچاقوونکو پر خلاف شوي دي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې چې اوسمهال په هېواد کې بشپړ امنیت تامین دی او هېڅ کوچنۍ او لویه ستونزه نشته چې پر ناامنۍ دې دلالت وکړي.

نوموړي همدارنګه ټینګار کړی، چې یاد سازمان دې د افغانستان عیني واقعیتو ته په کتو خپل نظرونه وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرش ملګرو ملتونو ته په درې میاشتني راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې د ناامنۍ پېښې د پخوا په پرتله زیاتې شوي دي.

اړوند خبرونه