د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت نن(یکشنبه، چنګاښ درېیمه) په خپل اېکس د افغانستان لپاره د نیکاراګوا د نااستوګن سفیر هرکلی کړی دی.
بهرنیو چارو وزارت وړاندې ویلي چې افغان حکومت چین کې د افغانستان لپاره د نیکاراګوا جمهوریت له سفیر سره موافقه کړې او چین کې یې افغان سفیر ته لارښونه کړې چې د نیکاراګوا له سفیر سره له نږدې کاري اړیکې ولري.
وزارت د نیکاراګوا جمهوریت سره د ډپلوماټيکو اړیکو رامنځته کېدل غوره پرمختګ بللی او د دوه اړخیزې همکارۍ زیاتونې ته یې هیله ښودلې ده.
د نیکاراګوا ځایي سرچینو پرون ناوخته(شنبه، چنګاښ دویمه) راپور ورکړی و چې مایکل کمپبل یې د افغانستان لپاره سفیر ټاکلی دی.
نیکاراگوا د مرکزي امریکا تر ټولو لوی هېواد بلل کیږي چې پلازمېنه یې ماناګوا ښار دی.