ډېر لوستل شوي

شاوخو ۱۵ زره کډوال وړیا اصلي مېنو ته لېږدول شوي

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت نن ماسپښین(یکشنبه، چنګاښ درېیمه) په خپله رسمي اېکسپاڼه لیکلي چې د وزارت په هڅو  څه کم ۱۵ زره کډوال تر خپلو سیمو په وړیا ډول لېږدول شوي دي.

وړاندې راغلي: د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په مشرۍ د ټرانسپورټ کمېټې له لوري د روان کال په لومړیو دريو میاشتو کې له سپین بولدک او تورخم څخه ۱۴۹۰۴ کډوال خپلو اصلي مېنو ته وړیا لېږدول شوي دي. د ویلو ده چې افغان حکومت له ایران او پاکستان څخه راستنېدونکي افغانان د هېواد تر هرې سیمې په وړیا ډول لېږدوي.

اړوند خبرونه