ډېر لوستل شوي

متحده عربي اماراتو کې د برېښنایي پېژندپاڼو وېش پیل شو

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې تېره ورځ(شنبه، چنګاښ ۱۶مه) ابوظبۍ ښار کې افغان مېشتو کډوالو ته د آسان خدمت د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش څانګه پراینستل شوې.

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفیر مولوي بدرالدین راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ویلی او متحده عربي اماراتو کې مېشتو افغانانو ته یې د آسان خدمت مرکز د پرانیستې مبارکي ورکړې ده.

د احصایې او  معلوماتو ملي ادارې عمومي رییس ډاکتر فقیر محمد زیار تر دې وړاندې ویلي و چې د متحده عربي اماراتو ترڅنګ به نورو هېوادونو کې هم د آسان خدمت مرکزونه پرانیزي.

ټاکل شوې، چې په متحده عربي اماراتو کې مېشتو افغانانو ته تر برېښنایي پېژندپاڼو وروسته د زېږون کارتونه او د مړینو پارچو وېش خدمتونه هم وړاندې شي.

د احصایي ملي ادارې ویاند محمدحلیم رافیع تېره (یکشنبه، چنګاښ لسمه) په خپل اېکس متحده عربي اماراتو کې افغانانو ته د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش د لړۍ د پیلېدو خبر ورکړی و.

د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت په نورو هېوادونو کې مېشتو افغانانو ته د پاسپورټونو، وېزو او نورو اسانه راکړه ورکړه هم اسانه کړې ده.

اړوند خبرونه