د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لومړۍ دورې د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن ویلي، د واشنګټن او تهران ترمنځ د ترسره شویو مذاکراتو اصلي تمرکز د انرژۍ پر بازارونو او د نفتو د بیو پر کنټرول و، نه د ایران پر اټومي پروګرام او امنیتي مسایلو.
نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، د دې خبرو اترو پر مهال د ایران د اټومي فعالیتونو او د تهران د سیمهییزو سیاستونو په څېر مهمو موضوعاتو ته لازمه پاملرنه نه ده شوې او اقتصادي موخو ته لومړیتوب ورکړل شوی دی.
بولټن ټینګار کړی چې هر ډول احتمالي هوکړه باید یوازې په اقتصادي ګټو محدوده نه وي، بلکې د ایران اټومي پروګرام، سیمهییز رول او امنیتي اندېښنې هم پکې په هر اړخیز ډول شاملې شي.
د هغه په وینا، د انرژۍ په نړیوالو بازارونو کې د ثبات رامنځته کول او د نفتو د بیو راټیټول د دغو مذاکراتو له مهمو اهدافو څخه وو.
دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د ایران د اټومي پروګرام او د امریکا او ایران د اړیکو راتلونکی لا هم د نړیوالو سیاسي بحثونو مهمه موضوع بلل کېږي.

