د بلخ ځایي مسوولینو ویلي چې ددې ولایت په ولایتي روغتون کې د ۲۱ روږدو درملنه شوې.
د بلخ د عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلي چې ددې کسانو درملنه د ۴-۶ میاشتو په موده کې شوې او روغ رمټ خپلو کورنیو ته ستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د افغان حکومت په هڅو په بېلابېلو ولایتونو کې د زرګونو روږدو درملنه شوې ده