د معیار او کیفیت اداره وایي چې دې ادارې په ابونصر فراهي بندر کې څه باندې ۱۳۹ غیرمعیاري ودانیز توکي او نساجي بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځولي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په دغو توکو کې د ګاډر، کاشي او سرامیک درې محمولې او همداراز ۲۱٫۴۶ ټن وزنلرونکې ۲۰۰ غالۍ شامل وو.
د معیار او کیفیت ادارې لیکلي چې له تخنیکي څېړنو وروسته څرګنده شوې چې دغو توکو له کورنیو معیارونو سره مطابقت نه درلود او مسترد شوي دي.
د معیار او کیفیت ادارې همداراز ټینګار کړی چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت تثبیت او کنټرول بهیر په پریکنده توګه دوام لري، او د هر هغه محصول د واردېدو مخنیوی به کېږي چې له کورنیو معیارونو سره سمون ونه لري.

