د ننګرهار مسوولینو په یاد ولایت کې د ۸۸ کیلوګرام چرس او ۱۴۰۰ ټابلېټکا له کشف او ضبطکېدو خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې دا نشهيي توکي د جلالاباد ښار پنځمې امنیتې حوزې منسوبینو د کشفي معلوماتو پر بنسټ د «لغمان هډې» او «کابل هډې» سیمو کې ترلاسه شوي دي.
د مسوولینو په وینا چې په دې تړاو دوه کسان نیول شوي او خپل جرم یې منلی دی.
د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې د دغو توکو لسګونه کارخونې له منځه وړل شوې دي.

