ډېر لوستل شوي

ملي دفاع وزارت: سل تنه له ټولیزو زده کړو فارغ شول

 ملي دفاع وزارت په خپل اېکس بېګاه شپه(یکشنبه، چنګاښ ۲۴مه) له ټولیزو زده کړو د سلو تنو منسوبینو د فراغت خبر ورکړی دی.

دا منسوبین د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د ښوونې او روزنې مدیریت له لوري د ټولیزو زده کړو له دوه نیمې میاشتنۍ دورې څخه فارغ شوي دي.

ددې منسوبینو په فراغت غونډه کې ګڼو مسوولینو او مشرانو برخه اخیستې وه او نوي فارغان یې خپلو مسوولیتونو ته راوبلل.

دغو فارغانو ته د عبدالله ابن مسعود رض د جګړه یزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د استادانو له لوري په بېلابېلو نظامي او اداري برخو کې مسلکي درسونه ورکړل شوي دي. ملي دفاع وزارت په تېر کې هم لسګونه زره منسوبین په بېلابېو عقیدوي، نظامي او مسلکي برخو سمبال فارغ کړي.

اړوند خبرونه