ډېر لوستل شوي

تېرکال کې دوه میلیونه پاسپورټونه وېشل شوي

د پاسپورټ لوی ریاست مسوولینو ویلي چې تېر ۱۴۰۲ کال کې یې ۲ میلیونو تنو ته پاسپورټونه وېشلي دي.

پاسپورټ لوی رییس مولوی عبدالکریم حسیب په قول، د پاسپورټ وېش لپاره پلازمېنه کابل کې درې نورې څانګې هم رغول شوي، چې سبا (چهارشنبه، چنګاښ ۲۷مه) به په رسمي ډول پرانیستل شي.

نوموړي زیاته کړې، پاسپورټ ریاست ته په تېر کې شاوخوا یو نیم میلیون تنو نوملیکنه کړې چې له ډلې یې ۹۹ سلنه غوښتونکو ته نوبتونه رسېدلي دي. ښاغلي حسیب وړاندې ویلي، په پلازمېنې او ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش ظرفیت په ورځني ډول ۱۲ زره ته لوړ شوی، چې دا د پاسپورټ ریاست په تاریخ کې تر ټولو لوړ رقم دی.

اړوند خبرونه