د هرات امنیې قوماندانۍ ویاند ویلي، چې د یوه ځوان د وژنې په تړاو یې یو تورن کس نیولی دی.
د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند سید مسعود حسيني ویلي، یاد تورن د محرم میاشتې په لومړۍ ورځ د هرات ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د یوه موټر د غلا کولو هڅه کړې وه، خو دا غل د موټر په تښتولو نه و بریالی شو او د موټر پر څښتن یې ډزې کړې وې.
حسیني زیاته کړه، چې امنیتي ځواکونو د پېښې له رامنځته کېدو وروسته څېړنې او کشفي عملیات پیل کړل او په پایله کې یې تورن کس وپېژاند او ونیوه. د نوموړي په وینا، نیول شوي کس پر خپل جرم اعتراف کړی او دوسیه یې د قانوني اجرااتو د بشپړېدو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې ده.

